Asset 1SWN

خوست کې د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

cdc40534-ff24-4b36-912b-c0840224bebe

د خوست محلي مسوولان وایي چې پرون یکشنبه د وري ۲۰مه د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالي اړوند د «رځک سیمه» کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې یې پیل کړي دي.

د خوست د کانونو رییس مولوي صادق جان وایي چې د یاد کان د استخراج قرارداد د کریم وردګ معدني شرکت ته د پنځه کلونو لپاره ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مولوي صادق جان په وینا، له دغه کان څخه به هر کال په اوسط ډول (۲۲۶۰) ټنه کرومایټ ډبرې استخراج شي چې د هر في ټن پر سر به ۱۰زره او پنځه سوه افغانۍ حکومت ته تحویلېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په خوست کې یې دری نور کانونه هم په قرارداد ورکړي چې دوه یې د ګربزو ولسوالي او یو بل یې د تڼیو ولسوالي د ویرژلې په سیمه کې موقیعت لري.

د خوست مسوولان همداراز ټينګار کوي چې پخوا به دغه ولایت کې ډېری کانونه په ناقانونه توګه استخراج او قاچاقېدل چې په وینا یې، اوس یې مخه نیول شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست په سپېره، دوه‌منده، تڼي، ګربز او ځاځي‌میدان هغه ولسوالي دي چې د کانونو پراخې زېرمې لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام