د کابل مېلمستونونو کې د مسافرو کمښت؛ «شپه او ورځ کې پنځه مسافر لرو»

کابل کې د یو‌شمېر مېلمستونونو مالکان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی دی. دوی زیاتوي چې د بې‌وزلي له امله د دوی هوټلونو او مېلمستونونو ته د مسافرو ورتک په نشست حساب دی. په ورته وخت کې یوشمېر مسافر کابل ښار کې د هوټلونو او مېلمستونونو احتمالي فعالیت ځنډېدو څخه اندېښنه ښيي.

د هرات ګمرک عواید زیات شوي

د هرات محلي مسوولان وايي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت د ګمرک عواید د فساد مخنیوي له امله څو برابره زیات شوي دي.

بلوچستان کې د نښتې پرمهال دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند کچلاغ سیمه کې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ د نښتې له کبله دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د اپرېل لسمه راپور ورکړی، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژنده وسله‌والو کچلاغ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید ورکړ.

کاپیسا کې د «قران ختم» ترسره کېدو پر سر نښته؛ دوه کسان وژل شوي

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «قران‌ ختم» ترسره کېدو پر سر د لفظي شخړې له امله نښته رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړی ټینګار کوي چې د پېښې په تړاو درې تورن کسان نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

پکتیا کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې ټپيان شوي

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ وایي چې پرون یکشنبه د وري ۲۱مه دې ولايت د شواک ولسوالي په اړوند سټوکنډو سیمه کې یو عراده کرولاټو موټر له سرک څخه وتلی او چپه شوی چې له امله یې دوه کسان مړه او دری نور ټپیان شوي.

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي په شډل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو په شډل سیمه کې د خلکو کرل شوي کوکنار له‌منځه وړل.

زابل کې د «پیغام» په نوم یوې راډیو فعالیت پیل کړ

په زابل کې د پیغام په نوم یوې غږیزې رسنۍ خپل نشرات پیل کړل. د پیغام راډیو د نشراتو مسوول روح‌الله حکیمي وايي چې د یادې راډیو په نشراتي پالیسي کې یې د دغه ولایت د اوسېدونکو کلتوري او ټولنیزو غوښتنو ته ځای ورکړی دی.