Asset 1SWN

د کابل مېلمستونونو کې د مسافرو کمښت؛ «شپه او ورځ کې پنځه مسافر لرو»

Kabul-Darbar-1024x768

کابل کې د یو‌شمېر مېلمستونونو مالکان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی دی. دوی زیاتوي چې د بې‌وزلي له امله د دوی هوټلونو او مېلمستونونو ته د مسافرو ورتک په نشست حساب دی.

کابل کې د «بابای‌ولي» په نوم د یوه مېلمستون مالک عیدمحمد حسین‌خېل سلام‌وطندار ته وايي چې د جمهوریت پرمهال به یې یوه شپه او ورځ کې د څه باندې ۱۰۰مسافرو کوربه‌توب کاوه، خو اوس یوه شپه او ورځ کې یوازې څلور یا پنځه مسافر لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «د بدخشان له واخان تر هلمنده مو مسافر لرل او ټول مسافر به د دوو یا درېوو ورځو لپار دلته راتلل، خو اوس د بې‌وزلي له امله له یوه ولایت بل ته د مسافرو تګ کم شوی دی.»

د کابل ښار اړوند میرویس میدان سیمه کې د دنیا په نوم د مېلمستون خاوند یاسین محمدي چې پخوا به یې یوه شپه او ورځ کې یې تر سلو د زیاتو کسانو کوربه‌توب کاوه، وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، یوه شپه او ورځ کې یوازې څلور پنځو مسافرو څخه کوربه‌توب کوي.

نوموړي وویل: «د مسافرخونې د کار مزه نشته او موږ سلګونه زره افغانۍ پانګونه کړې چې هیله‌مند یم وکولای شو چې د ډېرو مېلمنو څخه کوربه‌توب وکړو چې اوس له ۳ تر ۵ کسانو دی.»

همدا ډول د کابل «شهرنو» سیمه کې مېلمستونونه چې تېرو کلونو کې به د بهرنیو بنسټونو د کارکوونکو او ډيپلوماټانو کوربانه وو، تېرو ۱۹ میاشتو کې یې د مېلمنو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د کابل «شهرنو» کې د هرات‌نېستان په نوم د مېلمستون خاوند سیداحمد اعظمي وايي، دامهال یوه شپه او ورځ کې ۵ مېلمانه لري چې په وینا یې، تېرو کلونو کې به یوه شپه او ورځ کې څه باندې ۱۰۰ کسانو ورته مراجعه کوله.

هغه وویل: «موږ دوه مسافرخونې لرو چې ۳۰ کوټې لري او د کوټو اندازه فرق لري. پخوا مو څه باندې ۱۰۰ مسافرو څخه په یوه شپه او ورځ کې کوربه‌توب کاوه او اوس یوه شپه او ورځ کې پنځه کسان راځي. مسافر په کمېدو دي، که دا وضعیت روان وي، اړ یو چې خپل فعالیت ودروو.»

په ورته وخت کې یوشمېر مسافر کابل ښار کې د هوټلونو او مېلمستونونو احتمالي فعالیت ځنډېدو څخه اندېښنه ښيي.

د فاریاب اوسېدونکی غلام‌صدیق اذرخش چې د کابل نوي ښار د یوه هوټل په مسافرخونه کې اوسېږي، وايي، کابل کې د هوټلونو او مسافرخانو په تړل‌کېدو سره به د نورو ولایتونو اوسېدونکي چې د یو څو ورځو لپاره کابل ته راځي، د اوسېدو په برخه کې ستونزو سره مخ شي.

نوموړي وویل: «د کابل شهرنو سیمې یوې مسافرخونه کې له دوو ورځو راهیسې اوسېږم. د دغه مسافرخونې له مسوولانو خوښ یم او ښه خدمتونه لري. مسافرخونه کې مسافر کم دي او ښايي د ولایتونو مسافرو ته ستونزې پیدا کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر شاوخوا یونیم کال کې د هوټلونو او مسافرخونو د کار بازار په خرابېدو سره د کابل ښار میرویس میدان سیمه کې د نوبهار، محمد او د سرپُل‌ مسافرخونو په څېر، ځينې مسافرخونې تړل شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام