Asset 1SWN

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته شوې

35bdffef-ab90-40fb-b18c-f795de571b00

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي په شډل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو په شډل سیمه کې د خلکو کرل شوي کوکنار له‌منځه وړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې سیمې اوسېدونکو بیا ویلي چې د نښتې پرمهال خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې؛ خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.

د ننګرهار امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه نښته داسې مهال رامنځته کېږي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې، هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع کړل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه فرمان کې امنیتي ځواکونو او اړوند ادارو ته امر شوی چې هېواد کې د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو د کښت مخه ونیسي چې دغه چاره په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام