ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي په شډل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو په شډل سیمه کې د خلکو کرل شوي کوکنار له‌منځه وړل.

ملګري‌ ملتونه: افغانستان نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو سرچینه ده

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي چې افغانستان کې نشه‌يي توکي لا هم «لویه ننګونه» ده او دغه هېواد نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو د تولید سرچینه ده. یوناما د روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي: «لویه ننګونه شتون لري. افغانستان نړۍ کې د ۸۵سلنه تریاکو سرچینه ده.»

غور کې د نشه‌يي توکو د کښت له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.

د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی فرمان؛ د تریاکو بیه یوه ورځ کې دوه برابره شوې

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروباریان وايي چې د یاد فرمان له صادرولو راهیسې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره شوې دي.