د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د «ترياکو چوک» په نوم ځای ته چې د ولايت مقام په شاوخوا ۵۰ مترۍ کې موقعیت لري، هره ورځ سلګونه کسان ورځي او په ازاده توګه د نشه‌يي توکو پېر او پلور کوي.

د روزګان اوسېدونکي وايي، نور کلونه به یې د کښت تر اخیستو وروسته د څه وخت لپاره د ترياکو شيره ساتله، خو سږکال چې يې بیه لوړه شوې، سمدستي یې خپل تریاک د پلورلو لپاره دغه چوک ته راوړي دي. دوی وویل، پرته له کوم محدودیت څخه د نشه‌يي توکو پېر او پلور کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان یوه اوسېدونکي خیرالله سلام‌وطندار ته وویل: «د ولايت مقام څنګ ته په ازاد بازار کې د ترياکو پېر او پلور کېږي، مخه يې نه ده نيول شوې. د دې باید مخه ونيول شي، هغه کسان چې پر نشه‌يي توکو اخته دي، په اسانۍ سره  له دې ځای څخه تریاک ترلاسه کوي. موږ اندېښنه لرو، که دغه ډول ازاد بازار دوام وکړي، ډېر خلک به په نشه‌يي توکو اخته شي.»

د خیرالله په څېر سلګونه نور کسان هم هره ورځ د ترینکوټ ښار د ترياکو چوک کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور کوي.

په همدې حال کې په روزګان کې د نشه‌يي توکو یو شمېر قاچاق وړونکو سلام‌وطندار ته وویل، چې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو پر کښت د بندیز له فرمان وروسته د اپینو بیه او سوداګري په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

يو تن قاچاق وړونکى چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي سلام‌وطندار ته وایي، په هېواد کې د کوکنارو  پر کښت او هر ډول نشه يي توکو تر بنديز وروسته د ترياکو بيه چې پخوا تر يو نيم ميليونه افغانۍ اخیستل کېده، اوس یې بیه ۸ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده. د هغه په ​​وينا، اوس د هر کيلو ګرامه تریاکو بيه له ١٥زرو څخه تر ٢٥زروه افغانيو پورې ده.

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس محمداصف وايي، دوی هڅه کوي، څو د هغو کسانو مخه ونیسي چې د نشه‌ یي توکو پېر او پلور کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د روزګان اوسېدوونکي له حکومت څخه غواړي چې د دغه ولایت په بازارونو کې د نشه‌ یي توکو پر پېر او پلور بندیز ولګوي. هغوی وایي چې د ښار په زړه کې د نشه یي توکو پېر او پلور د نا امنيو سبب کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه څه موده وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت، تولید، قاچاق، پېر او پلور په بشپړ ډول بندیز لګولی او سرغړوونکو ته یې د سختې سزا د ورکولو ګواښ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام