میدان وردګ کې د والیبال سیالیو پای؛ عمر مایار لوبډلې یې اتلولي خپله کړه

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې د کوچني اختر په دوهمه ورځ پیل شوې وې، د عمر مایار لوبډلي په بریا سره نن پای ته ورسېدې.

شنونکي: د حجاب په اړه د ا.ا فرمان به نړۍ سره د افغانستان اړیکې اغېزمنې کړي

په داسې حال کې چې د ښځو د ححاب جبري کولو په اړه د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت فرمان له ګڼو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی، د چارو یوشمېر شنونکي هم په دې باور دي چې دا فرمان به د افغانانو پر راتلونکې منفي اغېز وکړي.

هلمند کې د شخصي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي

په هلمند کې مسوولان وايي، د دغه ولایت په مارجې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د ولسي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په ناکیلو سیمه کې د دوو ورونو ترمنځ د شخړې له امله یو کس ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.