د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې د کوچني اختر په دويمه ورځ پیل شوې وې، د عمر مایار لوبډلي په بریا سره نن پای ته ورسېدې.

د میدان وردګ د بدني روزنې امر ذبېح‌الله وهاج سلام وطندار ته وویل چې په یادو سیالیو کې د عمر مایار لوبډلې لومړی، د سالارو لوبډلې دویم او د میدان‌ښار لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وهاج زیاته کړه چې د سیالیو پای لوبې ته د ولایتي مسوولانو سربېره، د ورزش ګڼ‌شمېر مینوال هم راغلي وو.

د یادو سیالیو جوړونکي میلاداحمد احمدي سلام وطندار ته وویل چې د دا ډول سیالیو د جوړولو څخه یې موخه د ځوانانو هڅونه او په دې برخه کې د استعدادونو رابرسېره کول دي.

میلاد زیاته کړه چې په لومړي ځل یې په ارامه فضا کې دغه لوبې ترسره کړي چې سلګونه نندارچیانو هم په‌کې ګډون کړی و.

د هغه په وینا چې میدان وردګ ولایت کې د والیبال پیاوړي لوبډلې شته او د پرمختګ لپاره یې باید معیاري لوبغالي جوړ شي. نوموړي وویل چې په دغه ولایت کې یوازې یو جمنازیوم شتون لري چې د لوبو لپاره بسنه نه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې هم د یوشمېر والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام