د ننګرهار د بدني روزنې او المپیک ریيس نور احمد حبیبي وایي چې دا سیالۍ د سه‌شنبې په ورځ د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې پیل شوې. په دغو سیالیو کې د مرازشریف، خوست، پکتیا، کاپیسا،میدان وردګ، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو لوبډلې ګډون لري.

هغه وویل، په دې سیالیو کې ۲۰ لوبډلې ګډون لري او د بدني روزنې او اولمپیک ریاست له خوا د ولیبال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي. حبیبي وویل چې د لومړۍ د مزار شریف لوبډلې د کابل او لغمان د سپین غر لوبډلې  پر وړاندې لوبه وکړه چې لغمان او مزار شریف خپل مقابل ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره دریم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د هېواد په کچه بېلابیلې سپورټي لوبې تر سره شوي او هڅه کوي چې د سپورټ برخې د پیاوړتیا او ودې لپاره په راتلوونکې کې هم ورته سیالۍ ترسره کړي.

د دې سالیو لېدو ته سلګونه کسان له بېلابیلو سیمو څخه راغلي او د دغه ډول سیالیو په ترسره کولو خوښي څرګندوي.

د جلال اباد ښار یوه اوسېدوونکي منیب‌الله وایي، اړوندې ادارې باید د سپورټ د ودې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او په دې برخه کې دې اسانیتاوې رامنځته کړي څو دغه لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې ښه وځلېږي او هېواد ته لویې بریاوې راوړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه‌راز، لوبغاړي د دغو لوبو په ترسره کولو خوښي ښیي او وایي، په هېواد کې د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل به دوی لا وهڅوي چې په راتلوونکي کې په نړیوالو سیالیو کې  ګډون وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام