جلال اباد کې د « ننګرهار جام » په نامه د ولیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار د بدني روزنې او المپیک ریيس نور احمد حبیبي وایي چې دا سیالۍ د سه‌شنبې په ورځ د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې پیل شوې. په دغو سیالیو کې د مرازشریف، خوست، پکتیا، کاپیسا،میدان وردګ، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو لوبډلې ګډون لري.

ډیبورا لاینز: نړیواله ټولنه دې د افغانستان اقتصاد ژغورنې لپاره ګامونه واخلي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په شپه د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. هغې وویل، ملګري ملتونه او همکاران یې ژمي کې افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

لوګر؛ چارواکي: پاسپورټ اداره کې يې د شوي فساد عاملان نیولي

د لوګر د امنیه قومنداني مسوولانو نن پل‌علم کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ارګانونو د یاد ولایت پاسپورټ اداره کې د شوي فساد عاملان نیول شوي. د لوګر د والي مرستیال انعام‌الله صلاح الدین وویل چې د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره سم په ټولو ادارو کې د فساد مخنیوي لپاره هڅې پیل شوي دي.

د سترې محکمې چارواکو د پخوانیو قاضیانو مطبوعاتي کنفرانس ته اجازه ورنکړه

د پخواني حکومت د سترې محکمې یو شمېر قاضیان وايي، ټاکل شوې وه نن د سترې محکمې د دروازې مخې ته د خپل برخلیک روښانېدو په اړه خبري غونډه جوړه کړي. خو د دوی په وینا، د اسلامي امارت د سترې محکمې چارواکو د دغه خبري غونډې مخه نیولې ده.

بهرنیو جګړو کې د افغان ځواکونو د کارولو اندېښنې؛ پخواني نظاميان: ا.ا دې جذب کړي

په کوزوو هېواد کې د امریکا پخواني سفیر فلیپ کازنت د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی  چې ددغه هېواد په پوځ کې دې د افغان سرتېرو او کمانډو ځواکونو یوه ځانګړې او پیاوړې قطعه رامنځ ته کړي. ځګه، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، واشنګتن د اروپا د امنیت ساتلو لپاره پیاوړي جنګیالیو ته اړتیا لري.

رینا امیري: د افغانستان ثبات لپاره دې د ښځو او نجونو له استعداده کار واخیستل شي

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، افغانستان باید د ثبات خوا ته د تلو لپاره د ښځو او نجونو له استعداد څخه ګټه پورته کړي.
هغې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او بشري حقونو او اسلامي نړۍ کې یې د رول ارزښت په اړه د قطر چارواکیو سره څو ورځې د دغه هېواد پلازمینه دوحه کې بحث او خبرې کړي دي.

د رسنیو مالي ستونزې؛ لغمان کې د یوې خصوصي راډیو نشرات بند شوي

د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایف‌ایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته مالي ستونزو سره مخ شوه.
هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل او د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې نشرات بند کړي.

نړیوال بانک د افغانانو د ملاتړ پرمختیايي کړنلاره تصویب کړه

نړیوال بانک ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالې ټولنې د تمویلوونکو په غوښتنه، د دغه بانک مشرتابه پلاوي د افغانانو د ملاتړ لپاره پرمختیايي کړنلاره تصویب کړې .
د نړیوال بانک اعلامیه کې راغلي چې د دغې کړنلارې پربنسټ د افغانستان د بیارغونې صندوق یو میلیارد ډالر ملګروملتونو او غیردولتي نړیوالو سازمانونو ته ځانګړي کیږي.