د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په شپه د کب په ۱۱ نېټه د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز د امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. لاینز وویل چې ملګري ملتونه او همکاران یې د ژمي میاشتو کې افغانستان کې د بشري اړتیا د پوره کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

لاینز وویل: « دا کار د مرستندویانو له سخاوتمندانه مرستې، د دې تالار له دوامداره ملاتړ او د واکمنو چارواکو (اسلامي امارت) لخوا د هېواد ټولو برخو ته د لاسرسي ډاډ له راکول کېدو پرته شونی نه و.»

هغې وویل، د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو په روان ژمي کې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې څخه په ۳۹۷ ولسوالیو کې نژدې شل میلیونه خلکو سره مرستې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لاینز په وینا، اوس چې ژمی په پای ته رسېدو دی، “کېدای شي” د هغې پراخې لوږې مخه اړول شوې وي چې اندېښنه یې موجوده وه.

هغې ټینګار وکړ، د دې لپاره باید لارې چارې ولټول شي چې افغانستان شپږ میاشتې وروسته بیا له هغه وضعیت سره مخ نه شي چې شپږ میاشتې مخکې ورسره مخامخ و.

دیبورا لاینز د اسلامي امارت تر واکمېدو وروسته پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو پایلو ته هم اشاره درلوده او ټینګار یې کړی چې اوس باید د افغانستان اقتصاد ته پام وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي:« راځئ دا روښانه کړو – موږ باور نه لرو چې له واکمنو چارواکو سره له کار پرته دې افغانانو سره په رښتیا مرسته وکړای شو. ځینو ته به ښايي د دې منل ستونزمن وي، خو دا کار اړین دی.»

خو لاینز د دې غوښتنې ترڅنګ وویل، پر دې هم پوهېږي چې د نړیوالې ټولنې او ان د سیمې او ګاونډيو هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ لا بې‌باوري حاکمه ده. هغې زیاته کړه، اسلامي امارت داسې انګیري چې ناسم پوهاوی موجود دی او « تل راته شکایت کوي چې ګوندې زموږ رپوټونه واقعیت هغسې نه منعکسوي چې دوی ته ښکاري.»

د یوناما مشرې د امنیت شورا ناسته کې افغانستان کې د امنیت ټینګول، عمومي بښنه، اقتصادي برخه کې پرمختګ، د عوایدو ډېرېدل، د فساد کمول، له بهرنيو سرچینو پرته بودیجه، د دولتي پوهنتونونو بېرته پرانیستل، د افغانستان له خاورې نورو ته د خطر نه پېښېدل او همداراز د نړۍ ټولو دولتونو او نړیوالو سازمانونو سره ښو اړیکو ته ژمنتیا هغه څه وبلل چې اسلامي امارت هغې ته د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

هغې وویل، اسلامي امارت شکایت لري چې دغه مثبتې لاسته راوړنې یې له پامه غورځول کېږي او نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې داسې نااعلان شوې اقتصادي جګړه پیل کړې چې زیان یې عامو خلکو ته اوړي.

د اغلې لاینز په وینا، په کار ده چې د لیدلورو دغه ټکر او جدي واټن ته باید رسېدنه وشي. هغې وویل افغانستان له خورا پیچلي وضعیت تېرېدونکی دی، مثبت او منفي دواړه مسایل پکې هم‌مهاله پېښېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دیبورا لاینز ویلي، که د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت دوام تایید او د راتلونکې څرنګوالی مالوم شي، نو دوی به د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د افغانانو لپاره د یوې داسې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړي، چې سوکاله به وي، حقونو ته به یې درناوی کېږي او جګړه به پکې نه وي.

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې داسې مهال د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي چې تازه په کابل او ځينو ولایتونو کې د اسلامي امارتت د کور په کور پلټنو په اړه غبرګونونه راپورته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام