د ملګروملتونو امنیت شورا د ناروې له غونډې یوه ورځ وروسته، بېګاه شپه د افغانستان وضعیت څېړلو په اړه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې ته د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز، د افغان ښځو فعالې محبوبه سراج او د ګڼ‌شمېر هېوادونو استازیو خبرې وکړې.

د امنیت شورا غونډه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل شول چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي، نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او هغه مېرمنې چې ویل کېږي اسلامي امارت سره په بند کې دي، ژر تر ژره خوشې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي افغانستان سره پر نړیوالو اقتصادي مرستو ټینګار وکړ او وې ویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دې له بد حالت څخه واېستل شي.

نوموړي وویل، «مونږ به افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو مخه نیسو او لکه څنګه چې ما له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی افغان ولس سره مرستې وکړې، همدومره غوښتنه د اسلامي امارت له مشرانو هم کوم چې د ټولو افغانانو انساني حقونو ته درناوی وکړي او دوی ته د یوه اباد افغانستان په راتلونکې کې ونډه ورکړي.»

ملګروملتونو د امنیت شورا ناسته کې روان ۲۰۲۲ کال افغانانو سره د مرستو لپاره د «لېږد تعامل چوکاټ» د جوړولو اعلان هم وکړ.

دې سره د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډییورا لاینز د امنیت شورا غونډې ته وايي چې د اسلامي امارت د خبرو پربنسټ نه، بلکې د هغوی د کړنو پر اساس قضاوت کوي.

د هغې په وینا، د اسلامي امارت مسوولان باید د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي او ټول‌ګډونه نظام رامنځ ته کړي.

ورته وخت کې د ناروې لومړي وزیر د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي، د اوسلو غونډه اسلامي امارت ته د مشروعیت ورکولو لپاره نه، بلکې د دې لپاره جوړه شوې وه چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره سره خبرې وکړي.

هغه وویل، «مونږ د افغانستان دننه او بهر فعالانو او چارواکو ترمنځ د غونډې جوړېدو ته زمینه برابره کړه. دا د رسمیت پېژندو په معنې نه ده، دا یوازې د خبرو او مسلو د مطرح کولو لپاره یو چوکاټ وو چې مونږ ورته زمینه مساعده کړه.»

ملګروملتونو کې د هند دایمي استازي بیا افغانستان کې لاهم د ترهګرو ډلو فعالیت او ورسره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، د اسلامي امارت حقاني شبکه او القاعده لاهم سره اړیکې لري او افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، «د څارنې ډله د ۲۰۲۱ کال یوه رپوټ کې وايي چې د حقاني شبکې په واسطه د اسلامي امارت او القاعده ډلې او نورو بهرنیو ترهګرو ترمنځ اړیکې د هغوی د ایډیالوژیکي همغږي او اړیکو پر بنسټ ولاړې دي چې د ګډې مبارزې او خپلمنځي ودونو له لارې رامنځ ته شوي. افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت هم د اندېښنې وړ دی.»

اسلامي امارت تازه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر پرونه یې ویلي وو، د امنیت شورا له دغې ناستې یو لړغوښتنې لري، هغه دا چې د افغانانو شتمني ازاده کړي او له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت چارواکو نومونه وباسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې په وار وار ترهګرو ډلو سره د هغوی اړیکې او هېواد کې د نورو ډلو فعالیت هم رد کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام