ریچارډ بنټ: ا.ا د خپلو ځواکونو د کړنو مسوول دی

وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري. ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.

امنیت شورا: ا.ا دې د ښځو پر ازادیو او حقونو له بندیز لګولو لاس واخلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ازادیو او اساسي حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي. همداراز د امنیت شورا غړیو هېوادونو د افغانستان ناامنه وضعیت او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي  ننګونو او پر خلکو یې د اغېز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

شنونکي: د نړیوالو مرستو بندېدو سره به هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي

د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړیو استازیو پرون جمعه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته د دوی مرستې د اسلامي امارت کړنو پورې تړلې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له ښځو او قومي لږکیو سره ښه چلن نه لري.

د امنیت شورا ناسته؛ افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت او بشري مرستو ټينګار شوی

د ملګروملتونو امنیت شورا د ناروې له غونډې یوه ورځ وروسته، بېګاه شپه د افغانستان وضعیت څېړلو په اړه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې ته د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز، د افغان ښځو فعالې محبوبه سراج او د ګڼ‌شمېر هېوادونو استازیو خبرې وکړې.

بلنکین: د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره نغدې پیسې ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.