د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ازادیو او اساسي حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي.

د دغې شورا د غړیو هېوادونو له لوري پرون په یوې ګډه خپرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ازادیو او اساسي حقونو د نقض او ورځ تر بلې د ښځو پر زده‌کړو، کار او تګ‌راتګ د محدودیتونو زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د ښځو د مخونو پټولو په اړه د اسلامي امارت وروستۍ سپارښتنه اندېښمنونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې د محدودیتونو لګول، د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف او د اسلامي امارت له‌خوا د کړیو ژمنو سره په ټکر کې دي.

په خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له‌خوا د شپږو دولتي بنسټونو د منحلېدو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

همداراز د امنیت شورا غړیو هېوادونو د افغانستان ناامنه وضعیت او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي  ننګونو او پر خلکو یې د اغېز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امنیت شورا له افغانانو سره پر بشري مرستو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي، څو په خوندي توګه او له ستونزې پرته باید د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې اساسي نګونې او اړتیاوې تشخیص کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو افغانستان کې د یاد سازمان له سیاسي استازولۍ یا یوناما څخه غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپلې څارنې او راپور ورکولو ته دوام ورکړي.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې د افغانستان له ټولو سیاسي اړخونو سره تعامل ته دوام ورکړي او د یوناما په لارښوونه امنیت شورا هم له پرمختګونو خبره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ښځو او نجونو د اسلامي امارت له لوري د محدودیت پر دوام، د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت د روانې اوونۍ په پیل کې د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو نوی محدودیت ولګاوه چې د خپرونو وړاندې کولو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت دغه تازه محدودیت له ګڼو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام