یوشمېر هېوادوال د افغاني بانکنوټونو د زړښت او کمښت له امله شکایت کوي او وايي چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې افغاني بانکنوټونه ډېر زاړه شوي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی مختار وايي: «پیسې ډېرې زړې شوي، له ستونزې سره مخ یو. موږ چې زړې افغانۍ خرڅې کړو، دا بیا دویم ځل بازار ته راځي، له مسوولانو مو غوښتنه ده چې نوې چاپ کړي.»
بل لور ته بیا کابل کې د یوې خصوصي ادارې کارکوونکی نعمتالله حقیار د افغاني بانکنوټونو په زړښت او خرابېدو کې عام خلک هم ګرم بولي او وايي چې خلک یې په ساتنه کې بې غوري کوي.
نوموړي وویل:«دا سمه ده چې د نویو پیسو نه چاپ به د هېواد سیاسي وضعیت پورې اړه لري، خو موږ خپله هم له پیسو سره پام نه کوو. مېرمنې یې لاسونو کې خرابوي، لاسپلورونکي هم ورسره احتیاط نه کوي، لمدوي یې، ځکه نوي بانکنوټونه هم ژر خرابېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، که بازار کې اوسنۍ افغانۍ لږه موده نور هم دوام وکړي او نوي بانکنوټونه چاپ نهشي، لرې نه ده چې د نورو هېوادونو د پیسو استعمال ته به هېواد کې اړتیا پیدا شي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه او د پوهنتون استاد عبدالوافیع نایبزي سلاموطندار ته وویل چې حکومت باید د پیسو له چاپ وړاندې د اوسنیو هغو د کنټرول لپاره له بدیلو لارو کار واخلي.
نوموړي وویل: «لومړی خو پکار ده چې د افغانستان بانک خپلواک پاتي شي. له دې سره وکولای شو چې هغه لس میلیارډ افغانۍ چې جمهوري حکومت په پولنډ کې چاپ کړې وې، هغه به راوړي او خبرې به وشي. د افغانستان د شتمنیو بحث دی چې دفاع به یې وکولی شي او درېیمه طریقه دا ده چې برښنایي بانکولي باید پیل شي چې د افغانۍ د فزیکي استعمال مخه به ونیول شي.»
شاوخوا دوه کاله کېږي چې افغانستان ته نوي چاپ شوي بانکنوټونه نه دي راغلي چې له امله یې کارېدونکې افغانۍ په بشپړ ډول زړې شوي دي.
که څه هم د تېر میلادي کال لومړیو کې د مخکیني حکومت له لوري له هېواد څخه بهر د پیسو د چاپ له یوه شرکت سره د افغاني بانکنوټونو د چاپ تړون شوی و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره یې بهیر وځنډېد او لا یې هم په اړه معلومات نشته.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې له دې وړاندې مخکیني حکومت هر کال له پنځه میلیارډ ډېر زاړه بانکنوټونه سوځول او نوې چاپ شوې افغانۍ به يې بازار ته وړاندې کولې، خو اسلامي امارت تراوسه نه دی بریالی شوې چې نوي افغاني بانکنوټونه چاپ کړي.