د هرات د صرافانو او پولي خدماتو ټولنې رییس غلام‌محمد سهرابي سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغاني بانک نوټونو زړېدو او دغې ستونزې ته د مسوولانو د نه پام له امله یې د دغه ولایت د اسعارو بازار تړلی دی.

د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې کاروبار رالوېدلی او زړو افغاني بانکنوټونو خلکو او سودګرو ته سر خوږی جوړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کاروبار سقوط شوی او له سهار تر ماښامه د  زړو پیسو پر جنجال وي. ا.ا هم جریان کې دی چې هرات کې زړو افغاني بانکنوټونو سوداګریزه راکره ورکړه کې ستونزې پیدا کړي او له همدې امله مو مارکېټ وتاړه.»

د هرات له صرافانو څخه احمد ضیا هم وايي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د زړو افغاني بانکنوټونو له ستونزو سره مخ دی. نوموړی زیاتوي چې بانکونه هم زړې افغانۍ ورکوي او په خپلو صرافیو کې د پیسو راکړې ورکړې پرمهال پېردونکو سره په جنجال کې وي.

د هرات یوشمېر اوسېدونکي او کسب‌‌کاران هم د زړو پیسو ډېرېدو څخه نیوکه کوي او وايي، د مسوولانو نه پام د راکړې ورکړې بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

د هرات اوسېدونکی باقر وايي چې د افغانستان بانک باید بازار ته نوي افغاني بانکنوټونه وړاندې کړي او زړې پیسې دې ټولې کړي. ومو غوښتل چې هرات کې د زړو افغاني بانکنوټونو د ستونزې په اړه د دغه ولایت د محلي مسوولانو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د پیسو مندرس کېدو ستونزه نه یوازې هرات، بلکې نورو ولایتونو کې هم شتون لري او د مالي راکړو ورکړو معاملې یې ستونزو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام