شنونکي: ا.ا له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته اړتیا لري

د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې په اقتصادي او ښې حکومتولۍ برخه کې لاسته راوړنې ولري. د شنونکو په باور، نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو او د خلکو غوښتنو ته د اسلامي امارت د مشرانو نه اطاعت، د دې لامل شوی چې افغانستان د انزوا لور ته لاړ شي.

یو پاکستانی پلاوی ا.ا سره د سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راځي

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره نن کابل ته راځي.  د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان همداراز هوډ لري چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر شپه او ورځ شي.

فاریاب کې د جنايي جرمونو پېښې له ۸۰ څخه ۲۵سلنې ته راکمې شوي

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي. د فرقاني په وینا، د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې څخه ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.