د نیمروز یوشمېر مدني فعالان او فرهنګپال د دې ولایت تاریخي سیمو کې ناقانوني کیندنو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په دې وروستیو دوو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو دغه کار ته مخه کړې ده.

د یاد ولایت د اوسېدونکو په وینا، حکومت د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب مسوولیت لري او باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیمروز کې فرهنګ‌پال مصطفی صدیقي وویل: «د قیمتي ډبرو او ګاڼو د ترلاسه کولو لپاره کیندنې کوي. دوی د تاریخو کلاګانو پر دیوالونو انځورګري له‌منځه وړي. نیمروز کې تاریخي کلاګانې د دغه ولایت د تاریخ ښکارندوینه کوي او د ویجاړېدو مخه یې باید ونیول شي.

د نیمروز مدني فعالان هم له خلکو غواړي چې تاریخي ځایونو کې له ناقانوني کیندنو لاس واخلي. د دوی په وینا، خلک باید په خپله پوه شي او له خپل وطن سره خیانت ونه‌کړي. د نیمروز اوسېدونکي له خلکو همداراز غواړي چې دغه تاریخي اثار قاچاق نه کړي.

خو د نیمروز محلي مسوولان لرغونو سیمو کې ناقانوني کیندنې ردوي او وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، هېڅ ځای کې ناقانونه کیندنې نه دي شوي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله الهام وویل چې پخوا د دغه ولایت په یو‌شمېر لرغونو سیمو کې د ځینو کسانو له لوري ناقانوني کیندنې شوي، خو د اسلامي امارت په راتلو سره دغه ولایت کې چا ناقانونه کیندنه نه ده کړې.

د نوموړي په وینا، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همغږي لري او دې برخه کې یې جدي اقدامات کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیمروز د محلي مسوولانو د څرګندونو پربنسټ، دغه ولایت کې ګڼ تاریخي اثار او لرغونې سیمې شته چې تراوسه یې ۴۴ تاریخي ځایونه ثبت شوي او زیاتره یې د نیمروز مرکز زرنج ښار کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام