هېواد کې د فقر او بېکارۍ زیاتېدو په دوام دې وروستیو کې د بادغیس اوسېدوونکيو تاریخي سیمو کې ناقانونه کیندنې پیل کړي او هڅه کوي لرغوني اثار استخراج کړي. دغه کار د بادغیس د لرغون‌پوهانو او د مدني فعالانو د اندېښنې لامل شوی.

د بادغیس لرغون‌پوهان او مدني فعالان وایي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د دغه ولایت اوسېدوونکيو تاریخي سیمو کې ناقانونه کیندنو ته مخه کړې، څو تاریخي اثار استخراج او وپلوري. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې لرغونو سیمو کې د خلکو د خپل‌سره کیندنو مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس یو شمېر لرغون‌پوهان په دې باور دي چې تاریخي سیمې او اثار خورا ارزښت لري او خلک یې باید په ناقانونه توګه ونه سپړي.

بادغیس کې لرغون‌پېژندونکی او د پوهنتون استاد سید علي رضاکارګر دغه ولایت کې د لرغونو سیمو پر خوندیتوب ټینګار کوي او وایي چې باید د دې کار مخه ونیول شي.

بادغیس کې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون مسوولان دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د کیندنو په تور د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکوي او وايي، هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې تاریخي او لرغوني ځایونه په ناقانونه توګه سپړي.

د بادغیس فرهنګي مسوولان وايي، دغه ولایت کې په لس‌هاوو تاریخي سیمې او اثار شته چې ډېری یې په مرکز قلعه‌نو ښار او قادس، بالامرغاب او اب‌کمري ولسوالیو کې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام