په څه باندې یوه کال کې ۱۴۵ افغانان د کډوالۍ پر ناقانونه لارو مړه شوي

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په ۱۴ پېښو کې ۱۴۵ افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر سختو لارو مړه شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي. که څه هم افغانانو له لسیزو راهیسې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لړۍ چټکه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان قرباني شوي دي.

ترکیه: ۲۰۲۲ کې مو ۶۸۰۰۰ ناقانونه افغانان اخراج کړي؛ کډوالو وزارت: باید اخراج نشي

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو. د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.

د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو پر ټلوېزیوني نشراتو هم بندیز لګولی دی.

بښنې سازمان: افغانستان کې هر مخالف غږ له ناقانونه نیونې او لا‌درکۍ سره مخ دی

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې د بیان ازادي او د ټولیزې ازادۍ حق په پراخه توګه محدود شوی او هر راز مخالفت په خپل‌سري، ناقانونه نیونې او له لا درکۍ سره مخ دی. یاد سازمان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د ناقانونه نیونو بهیر ودروي او د بشر حقونو نړیوال معیارونه رعایت کړي.

لوګر کې د ناقانونه فعالیتونو له امله ۲۰درملتونونه تړل شوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي. روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به روان وي.

ټرانسپورټي او باروړونکي شرکتونه: د «ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا» ناقانونه اخاذۍ اخلي

نن د یو‌شمېر ترانسپورټي او باروړونکو شرکتونو مسوولانو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا پر لویو لارو کې د اخاذۍ پر اخیستلو تورونه کړه او وویل چې دغه شورا په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.