Asset 1SWN

ترکیه: ۲۰۲۲ کې مو ۶۸۰۰۰ ناقانونه افغانان اخراج کړي؛ کډوالو وزارت: باید اخراج نشي

afghan-migrants-erzurum

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو.

یو‌شمېر ترکي رسنیو نن یکشنبه د مرغومې اتلسمه د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ترکیې تېر میلادي کال کې له دغه هېواده ۱۲۴۴۴۱ ناقانونه کډوال اخراج کړي چې ډېره برخه یې افغانان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.

بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو څه موده وړاندې ویلي وو، د نړۍ هېوادونه باید له خپلې په زور افغان کډوال اخراج نه کړي.

تېر کال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو ترکیې او ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د وضعیت ښه‌والي لپاره بېلابېل سفرونه کړي چې د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تر ډېره له لاسته‌راوړنو ډک وو.

په همدې حال کې ترکیې په روان ۲۰۲۳  میلادي کال کې هم د لسګونو هغو افغانانو چې دغه هېواد ته په ناقانوني توګه ورغلي وو، اافغانستان یې د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.

ترکیې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیله چې یوازې یې څو ورځې  تېرې شوې، شاوخوا ۲۲۷ افغانان یې بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته او له هغې وړاندې د یوې ښې راتلونکې او هېواد کې د وزګارتیا، اقتصادي او نورو ستونزو له کبله اروپا ته د افغان ځوانانو د تګ کچه ډېره شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، ډېری دغه ځوانان پر قاچاقي لار او ناقانونه تګ اروپا ته د رسېدو لپاره تکل کوي، خو ډېری یې د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او هغه چې یې خپل منزل ته رسېږي، له ګڼو رواني او نورو ستونزو ځورېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام