د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون چهارشنبه د محمداغې ولسوالي په «دهنو» سیمه کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.
د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، دغه مېرمن د ناپېژنده کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوې او تراوسه یې د قتل په تور څوک نه دي نیول شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «بېګاه ماښام شاوخوا ۵ بجې د محمداغې ولسوالي په دهنو کلي کې یوه مېرمن په مرموز ډول د ناپيژنده کسانو له لوري وژل شوې ده او امنتي ځواکونه هڅه کوي د یادې پېښې عامیلین ونیسي او قانون ته یې وسپاري.»
بلخوا د محمداغې ولسوالي اوسېدونکي هم یاده پېښه تاییدوي او وايي چې امنیتي ځواکونه باید د داسې پېښو مخنیوی وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوي او خلک له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.