په دې وروستیو کې کندهار ولایت کې تر بل هر وخته جنايي پېښې او وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د کندهار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، هره ورځ دغه ولایت کې له پنځو ډېرې جنايي پېښې کېږي او د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا د ښار بېلابېلو برخو کې خلک لوټېږي او د وسلو په زور ورڅخه پیسې او نور قيمتي توکي اخیستل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د جنايي پېښو د ډېرېدو لامل بې‌وزلي او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت بولي.

د کندهار اوسېدونکي حاجي محمد سلام‌وطندار ته وايي: «وروستۍ اوونۍ کې جنايي پېښې، غلاوې او شوکې زياتې شوي. وسله‌وال غله د خلکو کورونو او دوکانونو ته ورځي او هلته قیمتي شيان د وسلو په زور اخلي. موږ د اسلامي امارت د مسوولانو څخه غوښتنه کوو چې جدي پاملرنه وکړي.»

کندهار کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره يې هڅې زياتې کړي. د کندهار امنيه قومندان رحيم‌الله محمود وايي، یوازې تېره اوونۍ یې کندهار ښار کې د غلاوو په تور ۲۷ کسان نيولي دي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «امنيتي پېښې چې دي، په دې يوه اوونۍ کې ۵ غلاوي شوي چې ۲۷ کسان يې په تور نيول شوي دي. ۳ کسانو فرار کړی، موږ د دغو کسانو څخه ګڼ‌شمېر وسايل ترلاسه کړی. په دې برخه کې لاهم موږ جدي هڅې کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندهار کې د جنايي پېښو زیاتېدو څخه شکایتونه داسې مهال دي، چې دې وروستیو کې د هېواد نورو ولایتونو کې هم مرموزې وژنې او په ټوله کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام