امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیولي دي.
د مسوولانو په وینا، یادو کسانو دوه ورځې وړاندې لومړی دغه ماشوم وژلی او وروسته یې په یوې کثافتدانۍ کې اچولی وو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کندهار د امنیې قومندان ویاند محمداصف حکیمي سلاموطندار ته وايي چې نیولو شویو کسانو دوه ورځې وړاندې دغه ماشوم د پنجوايي ولسوالي په «دوراهي سیاه» سیمه کې په خپل کې وژلی وو.
د نوموړي په وینا، دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي. د کندهار د امنیې قومندان د یاد ماشوم د وژنې لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د یاد ماشومان مړی دوه ورځې وړاندې د کندهار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ځايي خلکو له لوري په یوه بیلر کې موندل شوی و.
هغه مهال چارواکو ویلي وو، وژل شوی ماشوم ۱۴ کاله عمر لري او هڅه کوي چې قاتلان یې ونیسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوې دي.