په کندهار ولایت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د يوه ۱۴ کلن وژل شوي هلک جسد موندل شوی دی.

سرچينه زیاتوي چې وژل شوی کس ۱۴ کاله عمر لري او جسد یې عامو خلکو په یوه «بېلر» کې پیدا کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت د کندهار د امنیې قومنداني وياند محمدا‌صف حکیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې وژل ځوان هلک شاخوا ‍۱۴ کاله عمر لري او جسد يې د حوزې د امنيتي کسانو له‌خوا څخه ميروس حوزي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د حکیمي په وینا، تر اوسه د دغه وژل شوي کس د کورنۍ غړي نه دي پیدا شوي او امنيتي کسان هڅه کوي چې د کورنۍ غړې يې پیدا او مړی وروسپاري.

په همدې حال کې د کندهار امنیې قومندان زیاته کړې چې د یادې مرموزې وژنې اړه یې څېړنې پیل کړي دي، خو په وینا یې تراوسه یې د یادې وژنې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څه نه دي پیدا کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د مخکیني حکومت په ړنګېدو سره د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې شوي او تر ډېره یې عاملان نه دي نیول شوي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام