د هرات امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه پرون شپه د هرات د انجیل ولسوالي په خواجه سرمه کلي کې رامنځته شوې ده.

د هرات د امنیه قومنداني ویاند محمود رسولي سلام وطندار ته وویل چې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په کې یو سپین ږیری، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي، په مرموز ډول د وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رسولي په وینا، د پېښې له ځای څخه د دوی د ټیمونو څېړنې ښيي چې پېښه د شخصي دښمنیو له امله رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې نامعلومو کسانو له دغو پنځو کسانو سرونه غوڅ کړي دي. خو د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې دغه موضوع د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام