Asset 1SWN

هرات کې د «زعفران ګل» اوومه ملي جشنواره جوړه شوه

IMG-20221116-WA0030

هرات کې د زعفرانو صادروونکو شرکتونو او کاروباریانو او د دغه ولایت محلي مسوولانو زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه نن په دغه ولایت کې د «زعفران ګل»‌ اوومه ملي جشنواره جوړه کړه.

 د زعفرانو کاروباریان وايي، که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، په‌کار ده چې له هېواده بهر لېږلو لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی وايي، د زعفرانو صادرات کم شوي او شرکتونه یې له کبله زړه نه ښه کوي چې ویې پېري او بیا یې بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.

هرات کې د زعفرانو یو کاروباري تیمورشاه وايي: «۲۳ کاله کېږي چې د زعفرانو کاروبار کوم. له ۱۲۰ زرو نه پیل په ۱۸ زره مو هم پلورلي. صادرات نشته او شرکتونه نه راځي چې ویې پېري.»

په همدې حال کې د زعفرانو د یوه تولیدي شرکت مسووله شهیره رشیدي وايي: «سږ کال شکر دی د تېر هغه په پرتله ښه شوي؛ ځکه ښه بارانونه وشول. ویلی شم چې سږ کال مو محصولات ښه او ډېر دي.»

بله‌خوا د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا اووه زره هېکټاره ځمکې زعفران کرل شوي دي.

نوموړی وړاندوینه کوي چې سږ کال ښايي له کرل شویو زعفرانو څه باندې ۲۰ ټنه محصولات ترلاسه شي.

د هغه په خبره، سږ کال د هرات په بازار کې یو کیلو سوپر نګین یا ښه زعفران د یو لک او یولک‌ولس زره افغانیو ترمنځ پلورل کېږي.

د هرات د کرنې او اوبو لګونې او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي بیا په دغه ولایت کې د زعفرانو د محصولاتو زیاتېدو لامل د هغو د بیې لوړېدل او د کوکنارو پر ځای، د زعفرانو د کر زیاتوالی بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی هیله‌مندي ښيي، که کروندګر د زعفرانو کرکېلې ته مخه کړي، راتلونکي کال کې به یې تولید ۴۰ ټنو ته ورسېږي. هغه وايي، هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته د هرات زعفرانو د صادرولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، زعفران د دغه ولایت په پښتون‌زرغون، غوریان، زنده‌جان، انجیل، کُهسان، ګذرې او ځینو نورو ولسوالیو کې کرل کېږي. چارواکي وايي چې هرات کې د زعفرانو ګل د راټولولو پر مهال څه باندې ۲۰زره کورنیو ته د کار اسانتیاوې هم برابرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام