Asset 1SWN

ګمرکونو کې د سکنرونو نه فعالېدل د فساد او زعفرانو د قاچاق لامل شوی

Afghan-Saffron-1-p2b75su8q4hgorfh2mf11ule3qjdiffjjdd8yuogwk

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي نن ملت ته د دولت د حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل، سره له دې چې په ګمرګونو کې د پرمختللیو سکنرونو په لګېدو سره د افغاني محصلاتو د قاچاق کچې د را ټیټېدو تمه کېده، خو په یوشمېر ګمرکونو لا هم دغه سکنرونه فعال نه دي.

د نوموړي په وینا، د سکنرونو نه فعالېدل د زعفرانو د قاچاق لامل شوی او د څېړنو له مخې، د هرات په ګمرک کې د افغانستان او ایران زعفران سره بدل را بدل کېږي.

احدي زیاتوي، په ۱۳۹۹ کال کې ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي او د دغو محصولاتو د تولید کچه چې نړیوال شهرت لري، مخ په ډېرېدو ده.

هغه وايي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو تولید د نورو هېوادونو په پرتله کم دي او په وینا یې، د اوبو کمښت، د ټکنالوژۍ نه کارول، د ماشینونو کموالی او په سوداګریزه انګېزه د محصولاتو نه کرل د دغو افغاني محصولاتو د کموالي لاملونه دي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام