ګمرکونو کې د سکنرونو نه فعالېدل د فساد او زعفرانو د قاچاق لامل شوی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي نن ملت ته د دولت د حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل، سره له دې چې په ګمرګونو کې د پرمختللیو سکنرونو په لګېدو سره به د افغان محصلاتو د قاچاق کچه را ټیټه کړي، خو په یوشمېر ګمرکونو فعال نه دي.

هېواد کې د برښنا بندونو جوړولو لپاره د پاکستان هوکړه په‌کار ده

د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.
د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.

د حمدالله محب د مېرمنې د ۱۸زره ډالرو معاش په اړه نيوکه

د ولسي جرګې يو غړی وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپله مېرمن د  ۱۸زرو ډالرو معاش په ورکړې سره خپله سلاکاره ټاکلې ده.

يادې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن د امريکا ده  او د امنيت شورا برخه کې نه کاري تجربه لري او نه هم…

امريکا ته د طالبانو خبرداری: که هوکړه عملي نه‌شي، د جګړې ډګر ته ورګرځو

وروسته له هغې چې افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو او امریکا طالبان د هدفي وژنو، د روان تاوتریخوالي او د ټولګټو ځایونو د ویجاړولو مسوول وبلل، طالبانو د دغو مسایلو په غبرګون کې یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او دغې ډلې ترمنځ شوې هوکړه د ټولو په ګټه ده، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته پلمې ولټول شي، دوی به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او دوی کولای شي له خپلو ارزښتونو، خاورې، هېواد او حقوقو څخه دفاع وکړي.

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې يو کس مړ شوی او ۶۲ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې يو کس مړ کړی دی کسان مړه کړي او ۱۲ ولايتونو کې ۶۲ نورې تازه پېښې ثبت شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۲۰۲۵ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

میانمار کې پوځي کودتا؛ د انګ‌سان سوچي په ګډون ټول چارواکي نیول شوي

میانمار کې پوځ نن سهار د دغه هېواد  د ولسواکۍ ملي ټولنې رهبرې انګ‌سان سوچي پر ضد کودتا کړې ده او د نوموړې په ګډون يې د حکومت مهم لوړ پوړي چارواکي نيولي دي.

د میانمار پوځ چې مخکې یې په تېرو ټاکنو کې د پراخه ټاکنيزو درغلیو تورونو څېړلو غوښتنه کړې وه، په میانمار کې يې پر حاکم دولت کودتا کړې او د ملکي چارواکيو په نیولو سره يې په دې هېواد کې د اضطراري حالت په اعلان سره واک ترلاسه کړ.
د پوځ له لوري په يوه ويډيويي پيغام کې ويل شوي، د دغه هېواد واک د یو کال لپاره لوی درستیز مېن‌انګ هلاینګ ته لېږدول شوی دی.

یو شمېر روزګانۍ مېرمنې: کورونا ويروس خير غوښتو ته اړې کړې يوو

دا چې ۲۰۱۹کال کې کورونا له چينه خپره شوه او افغانستان ته هم راورسېده، افغانانو ته يې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له هېوادوالو ډېرې قربانۍ واخيستې. د دغه حالت دوام د روزګان ولایت د یو شمېر مېرمنو ژوند له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړ.