Asset 1SWN

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې يو کس مړ شوی او ۶۲ تازه پېښې ثبت شوي

800-p1jhmkvbakqafqhddsse9x686gdl9ade7btcjwlswk

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې يو کس مړ کړی دی کسان مړه کړي او ۱۲ ولايتونو کې ۶۲ نورې تازه پېښې ثبت شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۲۰۲۵ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۴۴ کسان بېرته ښه شوي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۵۲ زره او ۶۲۷ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۵ زره او ۱۲۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۴۰۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۷ زره ۷۲۳ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۱۰۳ میلیونه او ۵۵۷ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۲۳۸ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۵ ميليونه او ۱۵۹ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۵۲ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام