Asset 1SWN

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې يې ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي

EdWv8upXoAUUHs1-p15grp38a4ooxyihxlu68afmhy27ilci20dq2oooes

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره يوه شپه او ورځ کې د کورونا ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د مړينې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۸۴۰ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له کورونا ۳کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۸ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۴۸ زره او ۹۵۴ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۵ زره او ۲۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۴۰۰ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۷ زره ۶۰۹ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۱۰۲ میلیونه او ۶۷۱ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۲۱۷ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۴ ميليونه او ۳۸۳ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۴۷ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام