Asset 1SWN

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې يو کس مړ کړی

ولایت-هرات-کرونا-p20s04giuk8bid6gqpwcvykqs6avsqtuoh43jrojv8

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې يو کس مړ کړی دی کسان مړه کړي او ۴۸ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۹۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۴ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۳ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۴۶ زره او ۳۲۲ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۹۳۹ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۹۹ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۷ زره ۵۸۳ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۱۰۱ میلیونه او ۴۷۹ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۱۸۵ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۳ ميليونه او ۳۷۸ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۳۹ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام