د افغانستان کرېکټ بورډ له زمبابوې سره د راتلونکو یو ورځنیو او شل اووره سياليو لپاره د حشمت الله شهيدي او محمدنبي په لوبډل‌مشري دوه لوبډلې اعلان کړې.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پربنسټ، ټاکل شوې افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې راتلونکې جون مياشت کې درې یو ورځنۍ او درې شل اووره سیالۍ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالۍ به د جون پر څلورمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر څوارلسمې نېټې به دوام وکړي.

د کرېکټ بورډ مسوولانو ویلي، يادې يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ یې د ٢٠٢٣ کرېکټ نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې او شل اوريزې سيالۍ به راتلونکي شل اوريز نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کړي.

دغه ټولې سیالۍ د زمبابوې په کوربه‌توب په هرارې لوبغالي کې ترسره کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به په نږدې وخت کې زمبابوې ته سفر وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام