د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ له درېوو یو ورځنیو لوبو وروسته نن دواړه لوبډلې د دوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې یاده لوبه نن له غرمې وروسته د بنګلهدېش پر وخت ۱:۳۰ د ډاکې په شېرې بنګلا لوبغالي کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان لپاره په دې شل اووره لوبو کې محمد نبي لوبډلمشر ټاکل شوی او هڅه به کوي، څو له بنګلهدېش لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبوغچ واخلي. افغانستان او د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ تراوسه شپږ شل اووره سیالۍ شوي چې څلور یې افغانستان او دوه یې بنګلهدېش ګټلي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د حشمتالله شاهدي په لوبډلمشرۍ کې له بنګلهدېش څخه د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې۲-۱ ماته وخوړه او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د لارموندنې په موخه یې له یادو لوبو څخه یوازې لس امتیازه ترلاسه کړ.