د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا له بنګله‌دېس کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو ورځنیو سیالیو لومړۍ سیالۍ ترسره کوي.

یاده لوبه به د بنګله‌دېش په چیټاګرام لوبغالي کې سبا له غرمې مخکې ۹:۳۰بجې پیل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغان کرېکټ ملي لوبډله چې له قطر څخه بنګله‌دېش ته تللې، د یادو سیالیو د چمتوالي لپاره یې لا له وړاندې په دغه هېواد کې خپل تمرینات پیل کړي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره لوبو لوبډلمشر محمد نبي او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، راشد خان او رحمن‌الله ګربز چې د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېدل، تېره ورځ یې یاد لیګ پرېښود او بنګله‌دېش ته روان شول.

په همدې حال کې بنګله‌دېش لوبډلې هم خپل دوه پخواني لوبغاړي شکېب الحسن، مشفق‌الرحیم، لېټن ډاز او د مُنیم شهریار په نوم یو نوی لوبغاړی له افغانستان سره د دوو شل اووره سیالیو لپاره لوبډله کې شامل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان له بنګله‌دېش سره له سبانۍ یو ورځنۍ لوبې پرتله د فبرورۍ په ۲۵ او ۲۸ دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم لري او د مارچ په درېیمه او پنځمه به له دغه هېواد سره دوه شل اووره لوبې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام