د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې د تېر یوه کال پرمهال افغانستان کې د هېڅ خبریال د وژنې پېښه نه ده ثبت شوې.

خیرالله خیرخواه نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال ومنله چې ځینو خبریالانو سره ښايي تاوتریخوالی شوی وي، خو په وینا یې، دغه موده کې یو خبریال هم نه دی وژل شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې واک ته د ا.ا تر بیارسېدو راهیسې هېواد کې  یو‌شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو او د سرپرست حکومت د محدودیتونو له کبله تړل شوي چې ورسره ګڼ‌شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، هغه خبریالان چې لا هم په رسنیو کې دندې ترسره کوي، په تېره یوه کال کې د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن سره مخ شوي او ځینې یې بندیان شوي هم دي.

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال مهاجر فراهي بیا دې غونډه کې وویل چې دوی په رسنیو کې غیرشرعي خپرونې ۹۵سلنه کنټرول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یاد وزارت د نشراتو چارو مرستیال زیاته کړه چې هېواد کې بهرنیو خبریالانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به یو ګډ مرکز هم جوړ شي، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام