Asset 1SWN

د پاکستان سفارت سرپرست: د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي

متقی و نظامانی(1)

په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبدالرحمان نظاماني پرون د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پرون ناوخته پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوې دي.

امیرخان متقي ویلي چې له افغانستان سره د سیمې هېوادونو مثبت تعامل په زیاتېدو دی او په وینا یې، سیمې درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې په هراړخیز پرمختګ او نوښت کې مثبت رول ولوبوي.

هغه هیله‌مندي ښودلې چې د پاکستان نوی حکومت به په خپلې مثبتې پالیسي سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

په همدې حال کې عبدالرحمان نظاماني ویلي: «د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي او نوی حکومت د اړیکو پیاوړتیا غواړي او هڅه کوي چې د شته ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ضیااحمد تکل زیاتوي چې په یاده لیدنه کې دواړو خواوو ته د مسافرو او ناروغانو د تګ‌راتګ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او د ډیورنډ له فرضي کرښې څخه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر اسانولو ټینګار شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام