د تورخم کمیسارۍ مسوولان وايي چې د افغان موټرچلوونکو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د تورخم له لارې افغانستان ته راتلونکو هغو پاکستاني موټرچلوونکو ته د تګ اجازه نه‌ورکوي چې پاسپورټ او ویزه ونه‌لري.

د پاکستان لنډ‌مهالي حکومت تازه پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته د تګ‌راتګ لپاره افغان سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي باید پاسپورټونه او د یاد هېواد ویزې ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تورخم کمیسار عصمت‌الله یعقوب رسنیو ته ویلي چې پاکستان نن سه‌شنبه د لړم ۳۰مه دغه هېواد ته له ویزې پرته افغان موټرچلوونکو ته د تګ اجازه ورنه‌کړه چې دوی یې هم په غبرګون کې ورته ګام پورته کړ.

د نوموړي په وینا، افغانستان ته یوازې هغه پاکستاني موټرچلوونکي تګ‌راتګ کولای شي چې د افغانستان ویزه ولري.

د تورخم کمیسار زیاته کړې چې پاکستاني لوري نن له غرمې مخکې د تورخم دروازه هم د ټرانزیټ پرمخ په مشروط ډول تړلې ده. هغه وویل، پاکستاني لوري دغه دروازه له افغان موټرچلوونکو سره د ویزو غوښتنې په پلمه تړلې.

له دې وړاندې به پر دې لاره د باروړونکو او سوداګریزو موټرچلوونکو له پاسپورټ او ویزې پرته تګ‌راتګ کاوه او د پاکستان وروستۍ پرېکړې د یادې لارې موټرچلوونکي اندېښمن کړې دي.

د یاد هېواد د تازه پرېکړې سره هم‌مهاله د افغان سوداګرو څه باندې۳۰۰۰ باروړونکي موټر پاکستان کې ایسار پاتې دي.

یوه موټرچلوونکي شهزادمیر سلام‌وطندار ته ویلي: «له دې وړاندې له ویزې پرته تلو پاکستان ته او اوس یې ویزه او پاسپورټ جبري کړی. دا موږ ته ستونزې جوړوي، له حکومت غواړو چې موږ سره همکاري وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي چارشنونکي بیا د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرو د ورته فشارونو او بندیزونو لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په ګټه نه‌بولي او په وینا یې، ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام