Asset 1SWN

د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د تورخم دروازه لا هم تړلې ده

تورخم-1-qc25sprrw7b6vzmjyzx9c4da6rqo358iwnvtpqi45k

د ا.ا ځواکونه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تورخم دروازې ته څېرمه د امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو چې د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې. د ا.ا ځواکونه یې هم له ځنډ پرته پر وړاندې غبرګون ښيي او په دې سره د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه پیلېږي.

د ځایي خلکو په وینا، جګړې چې د دواړو خواوو ترمنځ په‌کې د سپکو او درنو وسلو ډزې شوي، دوام وکړ. د سیمې اوسېدونکی نورمل وايي، که څه هم جګړه سخته وه، خو مرګ‌ژوبله یې کمه وه. هغه زیاتوي: «افغان ځواکونو غوښتل چې د ځنګل په نوم پوستې ته څېرمه یوه بله پوسته جوړه کړي، خو پاکستان یې مخالفت وکړ او بالاخره یې پر دوی ډزې وکړې. د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته، نیم ساعت یې دوام وکړ، خو یوازې دوه ملکي کسان په‌کې ټپیان شوي دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان تر دې لنډمهالې نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ وتړله او د پنجشنبې ورځ لا هم هماغسې تړلې وه. یوشمېر هغه کسان چې پاکستان ته د اوښتو هیله لري، د لارې پرانېستو ته شېبې شماري.

په تورخم کې ایسار افغانان چې له ځینو سره یې ناروغان دي، ځینې یې طد زده‌کړو لپاره ځي او یوشمېر نور یې هم د سوداګرۍ لپاره غواړي پاکستان ته ولاړ شي، له مسوولانو غواړي، څو ژر‌ترژره یاده دروازه پرنېزي.

شاهدخان چې ناروغ لري او غواړي پاکستان ته یې ولېږدوي، وايي: «مور مې راسره ده؛ غوښتل مې پاکستان ته یې بوځم، خو اوس د جګړې له کبله دروازه وتړل شوه. زموږ سفر هم وځنډېد، زه له کابله راغلی یم، بېرته هم نه‌شم تللی. حیران یم اوس څه وکړم. ناروغ مې سخت دی؛ هیله ده دا ستونزه ژرترژره حل شي.»

په تورخم کې موټرچلوونکي هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي. سلیم چې له سبزیو ډک ټېلر یې ولاړ دی وايي، که دروازه یوه ورځ بله هم تړلې پاتې شي، سبزي به یې ورسته شي او بیا به د پلورلو نه وي.

نوموړی زیاتوي: «د جګړې له کبله مې مال پاتې شو؛ مجبور یم سبا یې واړوم، خو نه پوهېږم چې سبا به هم دروازه خلاصه شي که نه. زما هیله دا ده چې دواړه لوري ژرترژره دا ستونزه حل کړي. یوازې زه نه یم، بلکې ګڼ‌شمېر نور افغانان هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون که څه هم د تېرې ورځې نښتې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه ښيي، خو زیاتوي چې د ستونزې هوارېدو لپاره یې هڅې روانې دي، څو د تورخم دروازه له دواړو لوریو پرانېستل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی وايي: «پاکستانۍ ملېشو د افغان امنیتي ځواکونو د پوستې جوړېدو مخنیوی وکړ، بیا یې پر دوی ډزې وکړې چې له کبله یې نښته وشوه. نښتې نیم ساعت دوام وکړ چې په پایله کې یې درې کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. اوس تر بلې خبرتیا پورې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.»‎

دا لومړی ځل نه دی چې د ا.ا ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه جګړه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو د یادې کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ سختې نښتې شوي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده. دا نښته داسې مهال کېږي چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام