پاکستاني رسنیو نن جمعه د سلواغې اوومه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سِند ایالت کې د زهرجنو کیمیاوي موادو له کبله ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په مړو شویو کې ماشومان هم شامل دي.
د سِند ایالت روغتیا څانګې د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه نېټه خبر ورکړی و چې د کراچۍ ښار عليمحمد ګوټ سیمه کې د څو ورځو پر مهال د یوې مشکوکې ناروغۍ له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د یاد خبر له خپرېدو وروسته د سِند ایالت مسوولانو پولیسو او روغتیايي ادارو څخه د دغې ناروغۍ په اړه د راپور غوښتنه کړې ده.
تراوسه په روښانه توګه معلومه نه ده چې دغه کسان د کومې ناروغۍ له امله مړه شوي، خو د روغتيا څانګې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ځینې کسان د تبې، سینې درد او ساه بندۍ له امله مړه شوي دي.
بلخوا یوشمېر نړیوالو رسنیو بیا راپور ورکړی چې د سِند کراچۍ ښار کې دغه کسان د زهرجنو کیمیاوي موادو د خپرېدو له امله مړه شوي دي. د روغتيا څانګه زياتوي چې د لومړنيو پلټنو له مخې، د دغو مړينو لامل ځينې کيمياوي مواد دي چې د پښتورګو د ناروغيو لامل ګرځي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
په ورته مهال رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو په عليمحمد ګوټ کې د یادې پېښې په تړاو د یوې کارخانې د مالک په ګډون څلور کسان نیولي دي.