Asset 1SWN

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

AP20115339571773

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو او ډېپلوماټانو ته دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي امله خبرداری ورکړی دی.

دغو هېوادونو په جلا جلا خبرپاڼو کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له غیرضروري سفرونو دې بهر ته له تلو ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په اسلام‌اباد کې د سعودي عربستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې په اسلام‌اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ بېړنۍ شمېرې هم شریکې کړي چې د ستونزو په وخت کې دې د عربستان اتباع خبر ورکړي.

له دې وړاندې پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته پلازمېنه اسلام‌اباد کې د رخصتیو پر مهال مېریټ هوټل ته د تللو په اړه خبرداری ورکړ او ویلي یې دي «ناپېژنده کسان په امریکایانو د برید پلان لري.»

د امریکا سفارت د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ټولو امریکایانو ته ویلي چې د رخصتیو پر مهال اسلام‌ا‌باد ته له غېر ضروري، غېر رسمي سفر څخه ډډه وکړي.

په ورته مهال له امریکا او سعودي عربستان مخکې برېټانیا هم پاکستان مېشتو برېټانوي وګړو او ډېپلوماټانو څخه غوښتنه کړې چې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د مرغومې شپږمه راپور ورکړی چې اسلام‌اباد کې د امنیتي ګواښونو له کبله ټولې عامه غونډې بندې شوي او پولیسو ښار کې چک پواینټونه زیات کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام