پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په زیاتېدو سره امریکا نن یکشنبه د تلې ۱۷مه خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد یو‌شمېر سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته دغه سفري لارښوونه نن خپره کړې او په‌کې یې خبرداری ورکړی چې بلوچستان، خېبرپښتونخوا او د پنجاب ځینو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

څو ورځو وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم د ټي‌ټي‌پي او د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې اړه خبرداری ورکړی و.

پاکستاني رسنیو هم په خپلو راپورونو کې دغې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا خپلو وګړو ته له دې امله یادو سیمو ته له سفر راګرځوي چې دې سیمو کې ترهګریز بریدونه او تښتونې زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

پاکستاني رسنیو همداراز په خپلو راپورونو کې ویلي چې د امریکا دغه خبرداری به د دغه هېواد د پاشل‌کېدو له ګواښ سره مخ اقتصاد ته لا زیان ورسوي او د ګرځندوی صنعت به یې زیانمن کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام