د پاکستان د شمالي وزیرستان پولیس وايي چې پرون په میرعلي کې د جمعیت علمای اسلام دوه سیاستوال او دیني عالمان په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

د میرعلي سیمې پولیسو ویلي چې قاري سمېع‌الدین او د هغه ملګری قاري نعمان له موسکي سیمې څخه عیدک سیمې ته روان وو چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه معلومه نه ده چې دا دواړه دیني عالمان چا او ولې وژلي دي، خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان ویلي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د قاري سمیع الدین او قاري نعمان له وژنو سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته ورسېد.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام