له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ له خولې خبر ورکړی چې نښته د شمالي وزیرستان په غلام‌خان سیمه کې رامنځته ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 پاکستاني رسنیو همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې اووه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په ورته مهال د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، امنیتي ځواکونو په دغه نښته کې له وسله‌والو کسانو څخه یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي، خو خپلواکو سرچینو تراوسه نه دي تایید کړي.

په همدې حال کې پاکستاني پوځ ویلي چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي او سوېلي وزیرستان کې د وسله‌والو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام