رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ  فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سخت‌دریځو او بېل‌تون‌پاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي.

رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سخت‌دریځو ډلو بریدونه ډېر شوي دي. د پاکستان پوځ زیاته کړې، په وروستۍ یوه میاشت کې چې د بېل‌تون‌پالو ډلو له لوري کوم بریدونه شوي او له امله یې ۱۴پاکستاني سرتیري وژل شوي، په دوی کې داسې کسان هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوښتي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو اسلامي امارت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد نه کارول کېږي. په همدي حال کې د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، د استخباراتي معلوماتو پربنسټ، دغه هېواد عملیات زیات کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې پاکستان ته سخت‌دریځې ډلې نه وراوړي.

په ورته مهال یوه بل پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي، یاد هېواد هوډ لري، هغه قبایلي سیمې او ځمکې چې د مرکزي حکومت له کنټرول څخه د باندې دي، تر خپل حاکمیت لاندې راولي او د اغزن تار په لګولو سره خپلې پولې په نښه کړي.

پاکستاني پوځیانو ټينګار کړی، د هغو کسانو د ځپلو لپاره هم عملیات روان دي چې پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

د رویټرز په حواله پاکستان له کلونو راهیسې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې درلودې، خو دا چې پاکستان په دې وروستیو کې د اسلام‌پاله او بېل‌تون غوښتونکو ډلو له تاوتریخوالي سره مخ شوی، د ډیورنډ کرښې د کنټرول په اړه له اسلامي امارت څخه د اسلام‌اباد تمه نه ده عملې شوې.

رویټرز زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي په بشپړه توګه ناهیلې شوي او اسلامي امارت یې تر فشار لاندې راوستی، څو سخت‌دریځو ډلو ته سرچینې او فضا په واک کې ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار ویلي، افغانستان د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او همداراز یې د پاکستان له لوري د اغزن تار لګول هم نه دي منلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، د اسلامي امارت حکومت چا ته اجازه نه ورکوي چې پر ډیورنډ کرښه څوک اغزن تار ولګوي او تراوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام