پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرېس څخه په یوه لیک کې د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼ‌شمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د پوسټ په ځواب کې لیکلي، دغه لیک د پاکستان حکومت له لوري لیکل شوی او بهرنیو چارو وزارت یوازې پښتو، فارسي او انګلیسي ژبې ته اړولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فېسبوک یوه کاروونکي فواد لامع لیکلي، د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې امریکایانو ته په خطاب کې د هېواد په رسمي سند کې له اردو څخه د ډيپلوماتیکې ژبې په توګه کار اخیستل کېږي. هغه وړاندې لیکلي چې ښايي اردو د ازبکي ژبې ځای نیولی وي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو یوه بل کارکوونکي جعفر هاند پوښتنه کړې چې ایا اردو ژبه د «طالبانو دولت» ته د ډیپلوماسۍ ژبه ده، په داسې حال کې چې دغه لیک د امریکا کانګرس ته لیکل شوی او باید په انګلیسي ژبه لیکل شوی وای.

هغه ویلي چې له پښتو او فارسي پرته ازبکي او بلوچي هم د افغانستان ملي ژبې دي. د ټویټر یوه بل کاروونکي لیکلي، په اردو ژبه د لیک لیکل پاکستان ته د اسلامي امارت د غلامۍ ښکارندوینه کوي.
په همدې حال کې عصمت قانع پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي،«په پښتونخوا او سوېلې پښتونخوا کې هم اردو ژبه د ملي فرهنګ یوه برخه نه ده، خو په بهرنیو اړیکو کې د جوړ شوي مدیریت له لوري په ناببره توګه د افغانستان له بهرني سیاست څخه ګټه اخیستل څه دي؟ اردو د پاکستان ملي ژبه ده؟. څه نشو ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر نورو بیا ویلي چې د ازبکي ژبې پرځای د اردو ژبې ځای پرځای کول، په افغانستان کې د طالبانو د سلو ورځو ستره لاسته راوړنه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام