بادغیس کې پر نشه‌يي توکو د روږديو کسانو په زوره درملنه کېږي

محمدعلي د یوه ۲۶ کلن ځوان مستعار نوم دی چې په بادغېس کې اوسېږي او له څو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدی شوی دی. هغه وايي، پوډر او ښيښه څښوي او لومړی ځل هم په ایران کې د ملګرو په هڅونه پرې اخته شوی دی.
محمدعلي زیاتوي، ایراني ملګرو سره به یې په ګډه پوډر څښول او هغوی به هم په دې کار ستایل چې بالاخره پرې اخته شو.

د امریکا کانګرېس ته په اردو ژبه د اسلامي امارت لیک غبرګونونه راپارولي

پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرس څخه په یوه لیک د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼ‌شمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ډیبورا لاینز نړۍ ته: افغانان یوازې مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.