محمدعلي د یوه ۲۶ کلن ځوان مستعار نوم دی چې په بادغېس کې اوسېږي او له څو کلونو راهیسې پر نشهيي توکو روږدی شوی دی. هغه وايي، پوډر او ښيښه څښوي او لومړی ځل هم په ایران کې د ملګرو په هڅونه پرې اخته شوی دی.
محمدعلي زیاتوي، ایراني ملګرو سره به یې په ګډه پوډر څښول او هغوی به هم په دې کار ستایل چې بالاخره پرې اخته شو. نوموړی چې اوس په بادغیس کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو په شل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره اړ شوی چې دغه روغتیايي مرکز ته ورشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا یوازې محمدعلي نه دی، بلکې د ده ترڅنګ، ګڼ نور ځوانان هم شته چې د بېلابېلو لاملونو له کبله پر نشهيي توکو اخته شوي دي. جمعهخان په دې ډله کې د یوه بل ځوان مستعار نوم دی چې پر نشهيي توکو اخته شوی دی.
هغه له نورو ځوانانو غواړي چې له شته فرصت څخه ګټه واخلي او نور له نشهيي توکو سره مخه ښه وکړي؛ ځکه په وینا یې، دا کار شونی دی، خو که څوک یې اراده ولري.
بادغیس کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د شل بستریز روغتون رییس سید امینالله متین هم وايي چې له نشهيي توکو د مخ اړولو یوازینۍ لاره روغتون ته تلل او درملنه ده.
نوموړی وايي، که څه هم د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ دي، خو بیا هم هڅه کوي چې د ناروغانو ستونزې حل او پر نشهيي توکو اخته کسان له دې ناوړه پدیدې څخه مخ وګرځوي.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس محمدآصف قانت وايي، څو ځله یې له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتي چې د معتادانو د روغتون ستونزو د حل برخه کې همکاري وکړي، خو په وینا يې، تر اوسه نه دي توانېدلې چې یاده برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د بادغیس د روغتیايي چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې سلګونه کسان پر نشهيي توکو روږدي دي او دوی هڅه کوي چې ټولو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.