فضل احمد چې دا یې مستعار نوم دی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې په ماشومتوب کې ایران ته د کار لپاره تللی وو، هلته په نشه‌يي توکو روږدی شوی.

نوموړی چې پنځه کاله وړاندې له ایران څخه بېرته خپل ولایت ته راغلی، او په ګڼو ودانیزو پروژو کې یې هم کار کړی، وايي چې په دې موده کې یې ډېره هڅه وکړه چې له نشه‌يي توکو ځان خلاص کړي، خو په وینا یې، نه دی بریالی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د فیروزکوه ښار له سقوط وروسته او د طالبانو له وېرې د یاد ولایت د روږدو کسانو د درملنې ۲۰بستریز روغتون ته مراجعه کړې.

دا یوازې فضل احمد نه دی چې په نشه‌يي توکو روږدی دی، بلکې په یاد ولایت کې په لسګونه مېرمنې او نارینه‌ شته چې له یاد رنځ څخه کړېږي.

ګل احمد د غور ولایت د هغه اوسېدونکي مستعار نوم دی چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی او نشې له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت په راتلو سره غواړي چې نشه پرېږدي او له دې وروسته د ځان درمنله وکړي.

بل‌خوا د غور ولایت د معتادینو د درمنلې ۲۰بستریز روغتون رییس محمد عمر لعل‌زاده سلام‌وطندار ته وایي، د دغه ولایت له سقوط راهیسې هره ورځ له ۱تر۳ روږدي کسان دغه روغتون ته د درمنلې لپاره مراجعه کوي.



نوموړی زیاتوي چې د اسلامي په راتلو سره روږدو کسانو سره دا وېره پیدا شوې او یاهم پر دوی فشار دی چې د ځان درمنله وکړي او شمېر یې هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دي. هغه وايي چې د جوړ کړي پلان له مخې، د روږدو کسانو درمنله کوي او دا لړۍ یې ښه پر مخ روانه ده.

په ورته مهال په غور کې د طالبانو یو غړی مولوي عبدالغفار وايي، دوی هڅه کوي چې په یاد ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو مخه ونیسي او ځوانان زده‌کړو ته وهڅوي.

نوموړی همداراز له کورنیو غواړي چې ځوانان زده‌کړو ته وهڅوي او له نشو یې لرې وساتې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د معتادینو د ۲۰بستریز روغتون د مسوولانو په وینا، دوی په دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو کره شمېره نه لري، خو هغه سروې چې په ۲۰۰۵ کال کې شوې، څرګندوي چې په دغه ولایت کې نږدې ۵۰۰۰۰ کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي چې یاده شمېره ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام