په تخار کې د پولیسو یوه پخوانۍ سرتېرې چې پر نشه‌يي توکو روږدې ده، غواړي چې بېرته خپلې دندې ته ور وګرځي. دا ځوانه ښځه فاطمه نومېږي او د تخار د مرکز تالقان ښار اوسېدونکې ده.

هغه وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدې شوې او خاوند یې هم روږدی دی. دغې ځوانې ښځې پر نشه‌يي توکو له روږدي کېدو وروسته خپله دندې پريښې ده.

فاطمې او خاوند یې د تالقان ښار د سیند پر غاړه ځانته د نشې یوه کوډلخه جوړه کړې ده. د هغې په وینا، په تالقان ښار کې نږدې ۲۰ نجونې نشه‌يي توکي کاروي. هغه له یوې بلې ښځې سره د هغو روږدو نارینه‌وو څنګ ته چې د ښار د سیند پر غاړه اوسېږي، ورغلې ده. دا سیمه د روږدو کسانو لپاره ارامه او بې‌ازاره ده.

فاطمه وايي، له واده وروسته یې ښوونځی پرېښود. هغه څو کوچني ماشومان لري. پر نشه‌يي توکو روږدتیا یې لامل شوې چې ماشومان یې بابا او نیا وساتي.

دغې ښځې څه موده د تخار په امنیې قومانداني کې د پولیسې په توګه دنده لرله. فاطمه اوس د تخار د ښځو چارو ریاست او یوه ځوان په مرسته پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون ته ور وستل شوې ده. هغه له حکومت نه غواړي چې درملنې پرې وکړي او بېرته یې د پولیسو په لیکو کې پر دنده وګوماري.

په تخار کې د نشه‌يي توکو پرچون پلورونکي لږ نه دي. که څه هم د دغه ولایت د امنیې قومانداني کارکوونکي په هره اوونۍ کې تر ۵ کسانو پورې نیسي، خو بیا هم په دغه ولایت کې د دوی او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام